وزيراعلى خېبرپښتونخوا په مشرې کښې مهمه غونډه شوې

د وزير اعلي خیبر پښتونخوا محمود خان په مشرۍ کښې د پېښور حلقې عوامی ستونزو هوارولو او په ترقیاتي منصوبو عمل درآمد سلسله کښې غونډه ترسره شوې ده

اجلاس کښې د پېښور ريجن غړي د صوبائي اسمبلۍ له اړخه په تېرې غونډه کښې د پورته شوو عوامي ستونزو د هوارولو او په پرمختګ منصوبو په عمل درآمد سلسله کښې په کړی شوې پرېکړو او د وزير اعلي محمود خان له اړخه جاري شوي احکاماتو په پیشرفت تفصيلي جائزه اخيستل شوې ده په ګونده کښې ټولو شرکت کونکو ته د بريفنګ دوران د پېښور ريجن دوه شپېته ستونزې په ګوته کړی شوي دي په کوم کښې چې پنځه ويشت ستونزې هوارې کړی شوي، د ديرش نورو ستونزو حل لپاره ګامونه پورته کړی شوي او پر باقي نورو اووه ستونزو عمل د ځيني تکنیکی وجوهاتو له امله ځنډېدلی دی. په غونډه کښې وزير اعلي محمود خان د پېښور په مختلفو سيمو کښې د پیسکو چارواکو لپاره د بجلۍ ستونزو هوارولو لړ کښې د صوبائي اسمبلۍ يوه ځانګړې غونډه منعقد کولو حکم جاري کړی او په بعضی ضلعو کښې رامخې ته شوې ډينګي کيسونو د مخنيوي په سلسله کښې یې غونډه هم راوبلله