وزيراعلى محمود خان وئيلى دى چې خېبرپښتونخوا د سياحت لپاره غوره ځائې دې

خېبرپختونخوا د سياحت لپاره غوره ځايې دے، اوويشت لکهه نه سيوا غيرملکي سيلګرو د پختونخوا دوره کړيده، د وزيراعلې محمود خان سيلګرۍ نړيوالې ورځې په مناسبت سره پيغام، ښاغلې وزيراعلې دا هم وئيلي چې دا ځل د سيلګرۍ او لوبو په بجټ کښې يوسل اووه فيصدي اضافه کړې شويده

وزيراعلې محمود خان زياته کړيده چې د دې ورځې نمانځلو مقصد د سيلګرۍ اهميت په ډاګه کول دي او دا چې په پختونخوا کښې سياحتي مقاماتو ته د آسان رسائې لپاره رابطه سړکونو جوړولو عمل په تيزۍ سره روان دے ښاغلي وزيراعلې وئيلي چې په صوبه کښې په اول ځل ټورزم اينډ کلچر اتهارټي جوړه کړې شويده او په سياحتي مقاماتو بهترين کيمپنګ پاډز جوړ کړې شوي چې د سيلګرو لخوا ډير ستائيلي شويدي او دا چې موجوده حکومت صوبه کښې په ايکو ټورزم خصوصي توجه ورکوي