وزيراعلى محمود خان وزيراعظم عمران خان ته د بجلۍ مسئلو پحقله د ليکلے شوي خط متعلق خبر ترديد او وضاحت کړے

د خيبرپښتونخوا وزيراعلى محمود خان وزيراعظم عمران خان ته د بجلۍ مسئلو پحقله د ليکلے شوي خط متعلق خبر ترديد او وضاحت کړے او وئيلي دي چې په دې کښې هيڅ حقيقت نيشته دے،

د وزيراعلي سيکرټريټ ترجمان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چې په بعضي ټي وي چينلو صوبه کښې د بجلئ لوډ شيډنګ او کم وولټيج مسئلے حل کولو دپاره وزيراعلي محمود خان وزيراعظم ته خط ليکلو خبر نشر کولو کښې هيڅ حقيقت نيشته دے، ترجمان زياته کړي چې تيره ورځ د وزيراعلي په صدارت کښې شوي غونډه کښې عوامي نمائندګانو د صوبے په بعضے ضلعو کښې د بجلئ غير اعلاميه لوډشيډنګ او کم وولټيج مسئله پورته کړي وه، د کوم نه پس چي دوزيراعلي محمود خان په هدايات سي ايم سيکرټريټ چيف پيسکو ته په دې سلسله کښې مراسله جاري کړيده، سي ايم سيکرټريټ ترجمان زياته کړي چې بعضے ټي وي چينلز ذکر شوي خط په غلط انداز کښې رپورټ کړے په کوم کښې چي هيڅ حقيقت نيشته دے