وزيراعلى محمود خان په فلسطين کښې د اسرائيلى فوج روان ظلمونو او د بے ګناه فلسطينيانو قتل عام په سختو ټکو کښې غندلې

وزيراعلى محمود خان په فلسطين کښې د اسرائيلى فوج  روان ظلمونو او د بے ګناه فلسطينيانو قتل عام په سختو ټکو کښې غندلې او وئيلي يې دي چې د فلسطيني قوم هم ممکن سفارتي او احلاقي حمايت به جاري ساتلې شي او دا چې عالمي تنظيمونه دے د اسرائيل د ترهه ګرۍ په ضد نوټس واخلي

وزير اعلې محمود خان وئيلي چې د اسرائيلي فوج لخوا په معصومه فلسطيني عوامو حملې کول لويه ترهه ګري ده ولې عالمي تنظيمونو پرې حاموشي خپله کړيده ښاغلي وزير اعلې زياته کړيده چې د اسرائيل رياستي ترهه ګرۍ د ودرولو لپاره مسلمان ملکونو ته وړاندې راتلل پکار دي او دا چې د فلسطيني عوام سره به هرقسمه سفارتي او احلاقي حمايت جاري ساتلې شي