وزيراعلى محمود خان په مشرې کښې د معدنياتو محکمې غونډه شوې

د وزير اعلي خيبر پختونخوا محمود خان په مشرۍ کښي د معدنيات محکمي غونډه شوي ،وزير اعلي ته د محکمي په مجموعي کارکردګي ،جاري اصلاحاتو او په انتظامي چارو بريفنګ ورکړے شوے ۔وزير اعلي دصوبي معدني وسيلو په ښه توګه کار راوستو لپاره د کمپنۍ جوړولو هدايت کړے

اجلاس ته د بريفنګ په وخت وئيلے شوي چي د معدنيات محکمي په محاصل کښي تيرو دريو کالو دوران ريکارډ اضافه شوي ،تير دوه کالو دوران د کان کني دوران معذوره شوي يو سل دري شپيته مزدورانو ته څلور کروړه ،ديرش لاکهه مالي معاوضه ورکړے شوي ،کان کن مزدورانو بچو ته تعليمي وظيفو مد کښي اته کروړه روپو ماليت څلور زره اووه سوه سکالر شپس ورکړي شوي دي ۔ د بريفنګ په وخت زياته کړے شوه چي صوبه کښي د ميکنيکل ماننګ پر مختګ لپاره اقدامات روان دي ،د آن لائن ليبرز رجسټريشن لاندي تروسه پوري يولس نيم زره کان کنانو رجسټريشن شوے دے ،صوبه کښي د کرشنګ زونز د قيام په منصوبه کارشروع شوے ،ضم اضلاع کښي د معدني ذخېرو د ميپنګ منصوبه منظوره شوي ۔ وزير اعلي د معدنياتو محکمي مجموعي کارکردګۍ ستائينه کړي او د صوبي قدرتي وسيلو نه ګټه پورته کولو لپاره ئي د کمپني په قيام زور رواړے ،وزير اعلي د منرل ټائټلز ورکولو عمل نور آسانولو هدايت کړے دے