وزيراعلى مردان کښې دډآکټرانو غفلت لوجې د ماشومې مړينى نوټس اخيستې

0
71
وزيراعلي خيبر پښتونخوا د مختلف جيلونونه يوولس بے وسه قيديان رها کړي

د خېبرپښتونخوا وزيراعلى د خېبرنيوز په خبرونو ايکشن اخيستې او په مردان کښې د ډآکټرانو غفلت لوجې د ماشومې مړينى او بنو هسپتال کښې د ډاکټرانو غيرحاضرى خبرونو په سختې سره نوټس اخيستې دې
د خېبرپښتونخوا وزيراعلى محمودخان د خېبرنيوز په خبر ايکشن اخستې او د مردان ميډيکل کمپليکس کښې د ډاکټرانو غفلت لوجې د ماشومې جينې په حق رسيدو او بنو ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال کښې د ډاکټرانو غيرحاضرى خبرونو په سختې سره نوټس اخستې او سيکريټرى هيلتهـ ته ئې د دواړو پېښو په سمدستى توګه د انکوائرى کولو او زرترزره رپورټ پيش کولو هدايت کړېدې
وزيراعلى دواړو هسپتالونو انتظامې ته هدايت کړې چې د مريضانو علاج معالجې دوايانو ورکولو او په خاصه توګه د ماشومانو يخنې نه بچ کيدو دپاره دې کوټلى ګامونه پورته کړې شى چې څه بده پېښې رامخې ته نه شى
وزيراعلى خېبرپښتونخوا په حق رسيدو ماشومې والدينو سره د خواخوښوږې اظهار کړېدې