وزيراعلي خيبر پښتونخوا د محرم الحرام په موقع د کنټرول روم دوره کړي

صوبائى حکومت په سرکارى يونيورسټو کښې په بهرتيانو د بنديز مراسله واپس اخستې

وزيراعلي خيبر پښتونخوا محمود خان د محرم الحرام په موقع د کنټرول روم دوره کړي د پوليسو لخوا د سيکورټي په حواله وزيراعلي خيبر پښتونخوا ته بريفنګ ورکړے شويدے
دخيبر پښتونخوا وزيراعلي پيښور کوهاټۍ کښې قائم کړے شوي کنټرول روم دوره کړي کوم چي د کوهاټي سره جوړکړے شويدے
په دي موقع ائي جي پوليس ډاکټر محمد نعيم ، چيف سيکرټري او نور اعلي چارواکي موجود وو
وزيراعلي خيبر پښتونخوا ته پوليس چارواکو د يوم عاشور حوالے سره د سيکورټي انتظامات په اړه بريفنګ ورکړے شو
پوليس چارواکو ويناوه چې ټوله صوبه کښې څلويښت زره پوليس اهلکار سيکورټي لپاره تعينات کړے شويدي
کنټرول روم نه د پيښور او مضافاتي سميو مانيټرنګ کولے شي ، جلوسونو په لارو کښې سي سي ټي وي کيمرې هم لګولے شوي