وزيراعلي د صحت شعبے نوے مکمل شوو منصوبو فعالولو هدايت کړے

0
21
وزيراعلى محمود خان

دخيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د صحت شعبے نوے مکمل شوو منصوبو فعالولو هدايت کړے بلخوا هغوي د يو سل يو اوويا يتيم ماشومانو زمونږ کور پيښور ته د شفټ کولو اعلان هم کړيدے
وزيراعلي سيکرټريټ کښي د يوي غونډے مشرئ کولو په وخت وزير اعلي د صحت شعبه کښي د مکمل کړے شوو نوو منصوبو او په خاص توګه د پيښور انسټيټيوټ اف کارډيالوجي ، کے ټي ايچ د نوي ايمرجنسي بلاک ، او په ايل ار ايچ کښي د اضافي وارډونو فعالولو هدايت وکړو
وزير اعلي اوئيل چي نوے مکمل شوے منصوبے زر تر زره د اولس سهولت لپاره پکار راوستل پکار دي ،
وزير اعلي د سرکاري ملازمينو دپاره هيلته انشورنس سکيم باندي د کار کولو هدايت هم اوکړو ، بلخوا وزيراعلي محمود خان د صوبے دولس مختلف ضلعو نه د يو سل يو اويا يتيم ماشومانو زمونږ کور پيښور ته د شفټ کولو حکم هم ورکړے او وئيلي دي چي هغوي ته دي هر قسمه سهوليات ورکړے شي