وزيراعلي سند دکراچۍ خلکو شکريه ادا کړے

وزيراعلي سند دکراچۍ خلکو شکريه ادا کړے او ويلي چې پيپلزپارټۍ به کراچۍ بلدياتي اليکشن کښې دسلو نه سيوا سيټونوبه اخلي هغوي ويلي چې ما او ناصرحسين شاه حافظ نعيم ته فون کړې چې ميئر چې دهرچا راغلې جړا به بيا نه کوي
تفصيلاتوترمخه وزيراعلي سند مراد علي شاه ميډيا ته خبرو په وخت ويلي چې سند صوبے دخلکو شکريه اداکوؤ چې هغوي يو ځل بيا پيپلزپارټۍ مرسته وکړه هغوي ويلي چې طمعه ده چې پيپلزپارټۍ به دکراچۍ دوه سوه پنځه ديرشت سيټونو کښې سل سيټونه اخلي وزيراعلي ويلي چې اليکشن پُرامنه ماحول کښې شوې کوم چې دخوشالۍ خبره ده په ټول اليکشن کښې صرف ديارلس پېښې ريکارډ شوي دي هغوي ويلي چې ايم کيو ايم دآخري وقته پورې ويل چې اليکشن کښې به برخه اخلي ايم کيو ايم له بائکاټ نه وؤ پکار اليکشن کښې ټرن آوټ په کم راتلو وزيراعلي دريز خپل کړې ټرن آؤټ کم راتلو لويه وجه دآخر وقته پورې بے يقيني کيفيت يو ځکه چې خلک تر آخره پريشانه وؤ چې اليکشن به کيږي او کنه او دويمه وجه دايم کيو ايم بائکاټ وؤ