وزيراعلي محمودخان د محرم الحرام سيکيورټئ انتطاماتو جاج اخستو لپاره د محکمه داخله مرکزي کنټرول روم دوره کړے

د محرم الحرام د سيکيورټئ انتطاماتو جاج اخستو لړ کښي د محکمه داخله مرکزي کنټرول روم دوره کړے

د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان د محرم الحرام د سيکيورټئ انتطاماتو جاج اخستے او هدايت ئے کړے چي د جلوسونو او مجالسو پرامنه انعقاد او حفاظت دپاره دے ټولے وسيلے پکار راوستے شي.د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمودخان پيښور کښي د محرم الحرام د سيکيورټئ انتطاماتو جاج اخستو لړ کښي د محکمه داخله مرکزي کنټرول روم دوره کړے چرته چي هغوي ته په تفصيل سره بريفنګ ورکړے شوو۔په دے موقعه وزيراعلي ته اووئيلے شوو چي د صوبے په څوارلس ضلعو کښي د جلوسونو او مجالسو تابيا شوے د کوم سيکيورټئ دپاره چي حکومت کوټلي ګامونه پورته کړيدي۔وزيراعلي محمودخان ته اووئيلي شوو چي د محرم الحرام د جلوسونو او مجالسو مانټرينګ دپاره کنټرول رومز جوړ کړے شوي او د سي سي ټي وي کيمرو او ډرون کيمرو په ذريعه د هغو څارنه کولے شي۔وزيراعلي محمودخان د محرم الحرام سيکيورټئ دپاره شوو انتظاماتوباندے د تسلئ څرګندونه اوکړه او هدايت ئے اوکړو چي د جلوسونو او مجالسوپر امنه انعقاد دپاره دے د سيکيورټي انتطامات په هر لحاظ يقيني جوړ کړے شي