وزيراعلي محمود خان د کوهاټ ګيس فيلډ د ايس اين جي پي ايل لائن سره منسلک کړے

خيبر پښتونخوا حکومت د کورونا رنځ مخنيوي دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي

د خيبر پختونخوا وزيراعلي محمود خان د کوهاټ ډهوک حسين ګيس فيلډ د ايس اين جي پي ايل لائن سره منسلک کړيدے او د سبا نه به په روزانه بنياد دولس ميلينه کيوبک ګيس فراهمي يقيني جوړه شي او د رائيلټي په مد کښې به صوبې ته سالانه يو ارب روپۍ ترلاسه کيږي
وزير اعلې محمود د کوهاټ سيمې د اوسيدونکيو لويه ديرينه مسله حل کړيده او د کوهاټ ډهوک حسين ګيس فيلډ ئې د ايس اين جي پي ايل لائن سره منسلک کړيدے
وزير اعلي محمود خان زياته کړيده چې د رائيلټۍ په مد کښې ترلاسه شوے رقم به د علاقې د تعمير و ترقۍ لپاره پکار راوستې شي او دا چې دا منصوبه نه صرف د کوهاټ بلکه د ټولې صوبې لپاره يو خۀ ګام دے
وزير اعلي زياته کړيده چې د موجوده حکومت د صوبې قدرتي وسائلو نه د فائدے اخستلو لپاره ګټه وره حکمت عملي جوړوي چې ترے نه به صوبه د ترقۍ په لور روانه شي

blank