وزيراعلي هنګو کښې د جنسي تشدد ښکار مديحه په قتل کښې ککړ ملزم ګرفتارۍ باندي خوشحالئ څرګندونه کړي

وزيراعلي د صوبي سرکاري ريسټ هاوسز محکمه صحت ته د حواله کولو حکم کړي

د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په ضلع هنګو کښې د جنسي تشدد ښکار اته کلني مديحه په قتل کښې ککړ ملزم ګرفتارۍ باندي د خوشحالئ څرګندونه کړي او وئيلي دي چي مجرم ته به قرار واقعي سزا ورکولے شي،
د وزيراعلي هاوس ترجمان لخوا جاري شوي بيانيي تر مخه وزير اعلي محمود خان په ضلع هنګو کښې د جنسي تشدد ښکار، قتل کړے شوي مديحه په قتل کښې ککړ ملزم الياس په ګرفتارئ د خوشحالئ څرګندونه کړيده،
بيانيه زياتوي چي وزيراعلي د مديحه بشمول يو شمير جنسي تشدد ښکار په معاملاتو کښې ککړ مجرمانو ته د قرار واقعي سزا ورکولو هدايات جاري کړيدي،
وزيراعلي خيبر پښتونخوا وينا وه چي دغه مجرمانو به کيفر کردار ته رسولے شي او د دوي په سزاګانو کښې به هيڅ قسمه نرمي نه شي کولے