وزيراعلي پنجاب سردار عثمان بزدار د ډيره غازي خان مشرانو سره ليدل کتل کړي

0
7

لاهور کښې وزيراعلي پنجاب سردار عثمان بزدار د ډيره غازي خان نه راغلي مشرانو سره ليدل کتل کړي چي پکښي وفد هغه ته د وزيراعلي څوکي سنبهالولو امبارکي ورکړي او هغه ته نيکي حيلي وړاندي کړے
ايوان وزيراعلي کښي شوي ملاقات کښي وزيراعلي عثمان بزدار اوئيل چي تبديلي به حقيقي معنو کښي راځي او د عمران خان په مشري کښي د نوي پاکستان منزل ترلاسه کولو لپاره سفر شروع شوے
وزيراعلي وفد ته باور ورکړو چي د جنوبي پنجاب مسائل به په ترجيحي بنيادونو حل کولي شي او جنوبي پنجاب اولس به خپل حقوق ترلاسه کړي
وزيراعلي عثمان بزدار اوئيل چي صوبه کښې جرائم ختمولو لپاره کوټلي اقدامات پکار دي او د اولس جان و مال تحفظ لپاره به ټول وسائل استعمالولي شي
وزيراعلي اوئيل چي ضلع ډيره غازي خان کښې د ساروو او موټر سائيکل غلا سره نور جرائم کنټرول لپاره احکامات جاري شوي ولي د پوليس په رويے کښې بهتري راوستلو لپاره زر به پوليس نظام د خيبر پختنونخواه په طرز بدلولي شي