وزيراعلې محمود خان وئيلى چې راتلونکې حکومت به هم د تحريک انصاف وى

وزيراعلې محمود خان وئيلى چې راتلونکې حکومت به هم د تحريک انصاف وى

وزيراعلې محمود خان صوابې کښې جلسې ته خطاب دوران وئيلى دى چې راتلونکې حکومت به هم د تحريک انصاف وى، حکومت ترلاسه کوؤلو سره سم مو قبائيلى ضلعو کښې په ترقياتى کارونو لاس پورې کړيدې او نن خاصه دار او ليويز په باقاعده توګه پوليس کښې ضم شويدې، جلسې ته خطاب کښې وزير دفاع پرويزخټک او سپيکر اسد قيصر هم ويناګانې کړى او وئيلى دى چې سختې فيصلې مو ضرور کړيدې ولې ملک مو ديواليه کيدو نه بچ کړے او معيشت مو په صحيح لاره روان کړيدې