وزيراعلې پنجاب سي سي پي او طلب کړې دې،وزير قانون راجه بشارت

وزيراعلې پنجاب سي سي پي او طلب کړې دې،وزير قانون راجه بشارت

دموټروے جنسې زياتې پيښې پلټنو لپاره جوړه کړې شوې کميټې د پنجاب وزير قانون راجه بشارت په مشرې کښې د پيښې پلټنې شروع کړې او د پيښې ځائې دوره کړې ده، راجه بشارت وائي چې دسي سي پي او بيان سره متفق نه يم او هغه وزيراعلې طلب کړې دې
وزير اعلې عثمان بزدار دصوبائي وزير راجه بشارت په مشرې کښې دموټروے پيښې پلټنو لپاره کميټې جوړه کړې ده، د پنجاب وزير قانون راجه بشارت سره ايډيشنل چيف سيکرټري داخله مومن آغا ايډيشنل آئي جي سپيشل برانچ او ډي آئي جي انويسټي ګيشن د پيښې ځاې دوره کړې چرته چې ورته پوليس اعلې چارواکو بريفنګ ورکړې، پوليس د سيمې ټولو خلقو ډي اين اے ټيسټ کولو فيصله کړي چي کوم لپاره به فيلډ اسپتال جوړولې شي.صوبائي وزيرقانون اووئيل چي دا غمجنه پيښه پوليس او صوبائي حکومت لپاره لوئې چيلنج دې او د اولس جان و مال تحفظ د حکومت زمه واري ده ،هغوې اووئيل چې حکومت ته د اولس جذباتو اندازه ده او حکومت ټولي هلي ځلي د ملزمانو فوري ګرفتاري لپاره دي.راجه بشارت دا هم اووئيل چي د پوليس پيټرولنګ نظام موثر جوړه ولو لپاره پنجاب حکومت نور ګاړي اخلي اوډير زر به د ډولفن او پيرو فورس مسائل حل کړې شي.ديوې پوښتني په جواب کښې وزير قانون اووئيل چې زه سي سي پي او لاهور بيان سره متفق نه يم او وزير اعلې سي سي پي او طلب کړې دې