وزيرانو او مشيرانو ته عوام ته ريليف ورکولو هدايات شوي،فردوس عاشق اعوان

0
25

د اطلاعاتو معاون خصوصي فردوس عاشق اعوان وائي چي بني ګاله اجلاس کښي وزيرانو او مشيرانو ته هدف ورکړي شوي چي د خپلو خپلو وزارتونو کارکردګي ښه کړي او عوام ته ريليف ورکړي، فردوس عاشق اعوان وائي چي اسد عمر مرور نه دي، بيا به د کابيني برخه جوړه شي، وائي چي غواړو اپوزيشن د ځان سره بوځو خو که هغو د پارليمان د هائي جيک کولو کوشش اوکړو نو مسئلے به جوړي کړي
بني ګاله کښي د اجلاس نه پس د اطلاعاتو معاون خصوصي فردوس عاشق اعوان د غونډي متعلق خبريالانو سره معلومات شريک کړل
د هغي وينا وه چي زمونږ اوپننګ کهلاړي حفيظ شيخ ته ځيني اهداف ورکړي شوي چي ملک د معاشي بحران څخه را اوباسي او د ګراني شرح راکمه کړي
فردوس عاشق اعوان خبر ورکړو چي عمر ايوب ته د وزارت پيټروليم اضافي چارج ورکړي شوي او ورته وئيلي شوي چي خصوصا د روژي په مياشت کښي لوډشيډنګ کم اوساتي
د اطلاعاتو معاون خصوصي زياته کړه چي وزيراعظم په دي خبره زور راوړي چي د خوراکي څيزونو قيمتونو کنټرول کولو حوالي سره دي د صوبو سره په شريکه يعني جوائنټ سټريټجي جوړه کړي شي
د مستعفي شوي وزير خزانه اسد عمر متعلق د يو سوال په جواب کښي فردوس عاشق اعوان اووئيل چي هغه خلق پخوله کيږي څوک چي مرور وي، اسد عمر خو مرور نه دي، هغه د کپتان د ټيم يو ډير ښه کهلاړي دي، ډير زر به دوباره کابينه جوائن کړي
په دي موقع فردوس عاشق اعوان د اپوزيشن هم ذکر اوکړو او وي وئيل چي په پارليمان چلولو کښي د اپوزيشن رول ډير اهم دي، مونږ به کوشش کوو چي اپوزيشن د ځان سره بوځو خو که هغوي پارليمان هائي جيک کوي او مونږ قانون سازي ته نه پريږدي نو بيا به مسئلي رامخي ته کيږي