وزيرخارجه شاه محمود قريشى وئيلى مونږ غواړو چې افغانستان کښې امن قائم شى

زيرخارجه شاه محمود قريشى وئيلى مونږ غواړو چې افغانستان کښې امن قائم شى اود افغانستان معاشي صورتحال خراب نشي، ځني قوتونه د افغانستان کړکيچن صورتحال نه ګټه ترلاسه کول غواړي، مونږ غواړو دي امن دښمن قوتونو ته دا موقع په لاس ورنشي

دا خبري د بهرنو چارو وزير شاه محمود قريشي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښي شوي د پي ټي آئي پارليماني پارټۍ غونډه روستو پارليمنټ هاؤس کښ ميډيا سره خبرو کښي کړي خارجه وزير شاه محمود قريشي اوئيل چه داجلاس کښي د افغانستان صورتحال او د ګاونډي ملک په هيڅ د انساني همدردۍ په بنياد اخيستي شوي اقدامات او بين الاقوامي رابطوپه حواله پارليماني پارټي په اعتماد کښي واخسته قريشي زياته کړه چه ددي حکمت عملۍ په حواله وزيراعظم پخپله خبري اوکړي او ما ته ئي هم د اظهار خيال موقع راکړه شاه محمود قريشي اوئيل چه د پي ټي آئي پارليماني پارټۍ غونډه کښي د مهنګائۍ په وجوهات ، ددي اندروني او بيروني عوامل او ددي مخنوي لپاره په حکمت عملۍ خبري اتري اوشوي خارجه وزير اوئيل چه راتلونکي څو ورځو کښي به زمونږ داقتصادي ماهرينو ټيم په دي حواله ممران آګاه کړي او دا چه راتلونکي څو ورځو کښي اهم قانون سازي مخي ته راتلي شي