وزيرخزانه اسحاق ډار به صباله د نوي مالي کال بجټ پيش کوي

ډيجيټل مردم شمارۍ باندې څلورديرش ارب روپے خرچه شوې، د اسحاق ډار

د مالي کال دوه زره درويشتم او څلريشتم بجټ، وزيرخزانه اسحاق ډار به صباله د نوي مالي کال بجټ پيش کوي،اول به د وفاقي کابيني خصوصي غونډه د بجټ منظوري ورکوي، د هغي ورستو به قامي اسمبلۍ بجټ اجلاس کيږي،او د قامي اسمبلۍ اجلاس نه پس به وزيرخزانه سينيټ کښې هم بجټ دستاويزات وړاندي کوي
وفاقي وزيرخزانه اسحاق ډار به صباله د اتحادي حکومت دويم بجټ بجټ پيش کوي، بجټ اجلاس نه وړاندي به دوه بجے د وفاقي کابينه خصوصي غونډه کيږي، او د بجټ منظوري به ورکوي،
د وفاقي کابيني منظوري ورستو به قامي اسمبلۍ اجلاس څلور بجے شروع کيږي، چي پکښې به اسحاق ډار د نوي مالي کال لپاره بجټ وړاندي کوي،
د قامي اسمبلۍ اجلاس نه پس به وزير خزانه سينيټ کښې هم بجټ دستاويزات پيش کوي، کوم به چي ماښام شپږ بجے منعقد کيږي، سينيټ اجلاس کښې به بجټ د سفارشات لپاره قائمه کميټۍ برائے خزانه ته ليږلے شي