وزيرستان کښې تېره ورځ د شهيدشوي فوځي اهلکار جنازه ادا شوې

وزيرستان کښې تېره ورځ د شهيدشوي فوځي اهلکار جنازه ادا شوې

وزيرستان کښې تېره ورځ د شهيدشوي شاهدنواز جنازه ادا شوې څوک چې فوځي اعزاز سره خاورو ته سپارلے شويدے،جنازه کښې د هغۀ خپل خپلوانو پشمول يوشمېر نورو خلقو ګډون کړے،د شهيد په قبر د آرمي چيف لخوا د ګلونو څادر هم غوړولےشويدے
تېره ورځ د جنوبي وزيرستان په وانا کښې ترهه ګرو سره نښتې دوران د سيکورټي فورسز دوه اهلکار شهيد شوي وو،دغه نښته کښې د بيټ ګلي سره تعلق لرونکے د پاک فوځ يو ځوان شاهدنواز هم شهيد شوےوو،د شهيدشاهدنواز جسدخاکي تېره ورځ آبائي کلي ته رسولے شوې وه څوک چې نن د جنازې وروستو فوځي اعزاز سره خاورو ته وسپارلےشو،په جنازه کښې د هغۀ خپل خپلوانو او نورو خلقو په ګڼ تعداد کښې شرکت وکړو، د جنازې وروستو د شهيد په قبر د آرمي چيف لخوا د ګلونو څادر هم خور کړے شو او سلامي ورته وړاندې کړے شوه،د شهيد نوجوان ورثاؤ ته د هغۀ وردي،بيجونه،ټوپۍ او قومي جهنډا هم پيش کړے شول