وزيرستان کښې د شهيد شوي فوځي اهلکار جوادخان جنازه هري پور کښې ادا کړے شوې

وزيرستان کښې د شهيد شوي فوځي اهلکار جوادخان جنازه هري پور کښې ادا کړے شوې

وزيرستان کښې د شهيدشوي فوځي اهلکار جوادخان جنازه په خپل کلي هري پور کښې ادا کړے شوېده،په کوم کښې چې خپل خپلوانو سره سره سياسي او فوځي ځوانانو شرکت وکړو، د جنازې وروستو شهيد اهلکار مکمل فوځي اعزاز سره خاورو ته سپارلے شويدے، جوادخان تېره ورځ شمالي وزيرستان کښې دهشت ګردو سره مقابله کښې شهيد شوے وو
د هري پور سره تعلق لرونکي شهيد فوځي اهلکار جنازه په خپل کلي جوړا پنډا کښې ادا کړے شوېده، د جنازې وروستو جوادخان مکمل فوځي اعزاز سره خاورو ته سپارلے شوے او د هغۀ په قبر سلامي هم وړاندې شوې، جوادخان تېره ورځ د شمالي وزيرستان په تحصيل بويه کښې د ترهه ګرو سره نښتې دوران په ډزو کښې شهيد شوے وو، د جوادخان په شهادت د مرحوم کورنۍ او د علاقې فخرمحسوس کړے او وائي چې د ملک لپاره به د هيڅ قسمه قربانۍ نه پشا نه شي