وزير اعظم عمران خان د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د کشمير صورتحال نه خبر کړے

فردوس عاشق اعوان د امريکې او طالبانو ترمينځه امن معاهدې هرکلي کړې

د وزير اعظم عمران خان دوره سعودي عرب دواړه ملکونو لپاره اهميت لري، دي دوري سره به د پاکستان او سعودي عرب ترمنځه سټريټيجک پارټنرشپ او تعلقات نور هم مظبوط شي، د معاون خصوصي فردوس عاشق اعوان ټويټ، وئيلي دي چي وزير اعظم عمران خان د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د کشمير تازه صورتحال نه هم خبر کړې دے،
داطلاعاتو لپاره وزير اعظم خصوصي مرستيالي فردوس عاشق اعوان ټويټس کړي، وئيلي دي چي د عمران خان دوره سعودي عرب د دواړه ملکونو لپاره ګټه وره ده،
دي دوري سره به د پاکستان او سعودي عرب ترمنځه تعلقات، تجارت او سټريټيجک پارټنرشپ مزيد مضبوط شي، سعود عرب په هر سخت وخت کښې د پاکستان مرسته کړيده،
فردوس عاشق اعوان مطابق عمران خان سعودي ولي عهد د کشمير تازه ترين صورتحال نه هم خبر کړے دے، دواړه مشرانو د کشمير مسله او ائي سي پليټ فارم او نورو ذرائعو نه پورته کولو باندي اتفاق کړے دے،
معاون خصوصي مخکښې وئيلي دي چي پاکستان سياحت لپاره بهترين او پرکشش ملک دے، شعبه سياحت کښې د سعودي تعاون پيشکش باندي د هغوي شکريه ادا کوؤ