وزير اعظم عمران خان د نيب په ذريعه انتقامې سياست شروع کړی،ثمر هارون بلور

وزير اعظم عمران خان د نيب په ذريعه انتقامې سياست شروع کړی،ثمر هارون بلور

د عوامي نشنل پارټۍ ترجمانې ثمر هارون بلور وئيلي چې نيب اوس غير جانبداره اداره نه ده پاتې او دا چې وزير اعظم عمران خان انتقامې سياست شروع کړیدی، دا يې هم وئيلي چې خان په صيب ايل آر ايچ کښې په زړو منصوبو خپلې تختۍ لږولي.پېښور پريس کلب کښې خبري غونډې ته د وينا په وخت ثمر هارون بلور وئيلي چې ډاکټر برکي ليډي ریډنګ هسپتال تباه کړې او د امریکې نه خپل حکمونه چلوي، هغې زياته کړيده چې برکي مافيا ته د وزير اعظم پشت پناهي ترلاسه ده ځکه يې څوک مخه نه شي نيولي.خبري غونډې ته خپلو خبرو کښې هغې زياته کړه چې د کورونا وائرس په آلاتو کښې هسپتال دننه د کروړونو روپو غبن شوې بلخوا اڈټ رپورټ د ايل آر ايچ مجرمانه غفلت ښکاره کړيدے.په ليډي ریډنګ هسپتال کښې د ګهوسټ ملازمينو په حقله ثمر هارون بلور اوئيل چې د اوو سوو نه سيوا پلازمين په غير قانوني توګه بهرتي کړې شوي بايد چې حکومت يې تحقيقات اوکړي