وزير اعظم عمران خان د وزير پيټروليم نه هم استعفا اخيستي ده

غلام سرور خان ايوې ايشن وزارت اخستو نه انکار کړې

وزير اعظم عمران خان د وزير پيټروليم غلام سرور خان نه هم استعفا اخيستي ده ، سرچيني وائي چې د وزير پيټروليم نه استعفا د ناقص کارکردګۍ په بنياد اخيستي شويده او د هغه په ځايے به ډير زر د نوي نوم اعلان کولې شي
د سرچينو مطابق وزير اعظم عمران خان د وزير پيټروليم غلام سرور خان د کارکردګۍ نه مطمئين نه وو او هم دغه وجه چې د هغه نه هم استعفا اخسيتي شويده
واضحه دي وي چې د دي نه وړاندي وزير خزانه اسد عمر هم عهده پريښودو اعلان کړې وو او په راتلونکي کښې ئې د کابيني برخه جوړيدو نه معذرت کړيدي
سرچيني وائي چې د وزارت ريونيو او کامرس وفاقي وزيران به هم بدلولې شي، امکان دي چې د وزير داخله د نوم اعلان هم اوکړې شي ولي وزير مملکت برائے داخله شهريار آفريدي به په خپله عهده برقرار وي