وزير اعظم عمران خان وئيلي دي چي د ملک معيشت آخر کار په صحيح طرف روان شو

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کښې تعميرات او نيا پاکستان هاؤسنګ پروګرام په حواله غونډه شوي

د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره د تير مالي کال مقابله کښې روان مالي کال اولنۍ څلورو مياشتو کښې دري اوويا اعشاريه پينځه فيصد کمه شويده ، د وزير اعظم عمران خان ټويټ، وئيلي د ي چي د حکومت اقتصادي اصلاحات نتيجه خيز دي ، د ملک معيشت آخر کار په صحيح طرف روان شو،
وزير اعظم عمران خان خپل ټويټر بيان کښې قوم ته خوشخبري اوورولې، خان صيب ليکلي چي د حکومت اقتصادي اصلاحاتو رنګ راوړو، معيشت کښې مثبت تبديلي راغلي،
وزير اعظم وئيلي دي چي کرنټ اکاونټ خساره يعني آمدن او اخراجات کښې فرق د تير مالي کال مقابله کښې روان مالي کال وړمبۍ څلورو مياشتو کښې دري اوويا اعشاريه پينځه فيصده کم شوے،
عمران خان مطابق روان کال اکتوبر مياشت دوران برآمدات کښې شل فيصداضافه شوي ده ولي تير مالي کال دوران درآمدات کښې صرف نهه اعشاريه شپږ فيصد اضافه شوي وه
وزير اعظم وئيلي دي چي راتلونکي ورځو کښې سرمايه کارو مبارکي ورکړي او وئيلي دي چي ستاسو به نوره هم حوصله افزائي کولې شي