وزير اعلئ محمود خان وئيلي دي چې کشمير کښې تير درې کالو راهسې د هند ظلم و ستم او رياستي ترهګري روانه ده

وزير اعلئ محمود خان وئيلي دي چې کشمير کښې تير درې کالو راهسې د هند ظلم و ستم او رياستي ترهګري روانه ده،د کشمير مسئلې حل سره د منطقې امن تړلې دې،عالمي برادري دې د بهارت ظلم نوټس واخلي،بيرسټر محمد علي سيف وئيلي چې د پاکستاني اولس زړونه کشميري رونړو سره دره زيږي،هغه ورځ لرې نده چې کشميري اولس به آزاده فضا کښې سا اخلي
نن په پورا ملک کښې روان يوم استحصال کشمير متعلق وزير اعلئ محمود خان،معاون خصوصي اطلاعات بيرسټر سيف،معاون خصوصي مال تاج محمد ترند بيانات جاري کړي وزير اعلئ محمود خان وئيلي دي چې په کشمير د بهارت ظلم وستم او زبردستې قبضه د غندې وړ ده ،د کشمير مسئلې حل د اقوام متحده قراردادونو لاندې ممکن دې او دا چې بهارت لخوا د کشمير اصلي حثيت بدلول عالمي دارو لپاره د فکر وړ خبره ده بيرسټر محمد علي سيف وئيلي دي چې عالمي روروالي دي چې کمشير کښې روان د بهارت رايستي جبر نوټس واخلي،مودي سرکار د مقبوضه جمو کشمير خصوصې حثيت بدل کړو خو د کشميريانو ارادے ئې ماتې نه کړې معاون خصوصي مال تاج محمد ترند يوم استحصال په اړه خپل بيان کښې وئيلي دي چې کشمير د پاکستان شه رګ دې ،کشمير د پاکستان حصه وو او د پاکستان حصه به پاتې کيږي