وزير اعلى محمود خان دتعليم او طبى ادارو لپاره دجوړو کړے شوو ودانو په لړ کښې د پرمختګ جاج اخستے

د خيبرپاس اکنامک کوريډور منصوبے مکمل کيدو سره به پاک افغان تجارت ته وده ترلاسه شى ، وزيراعلى

دخيبر پښتون خوا وزير اعلى محمود خان په مشرۍ کښې دصحت محکمې ، تعليم ، مواصلاتو او تعميراتو دوزير انو او انتظامى سيکترانو يوه هنګامى غونډه تر سره شوې ده غونډه کښې وزير اعلى محمود خان دتعليم او طبى ادارو لپاره دجوړو کړے شوو ودانو په لړ کښې دشوى پرمختګ جاج هم اخستے دے
غونډې ته دوينا په وخت وزير اعلى محمود خان وئيلى دى چې په يوه مياشت کښې دننه دننه دې متعلقه ادارو ته ټولې ودانۍ وسپارلے شى او دې نه علاوه دې دعملې دتعيناتۍ او سامان دفراهمۍ په لړ کښې هم زر ترزره کار شورو کړے شوى
وزير اعلى د متعلقه ادارو ذمه وارو مشرانو ته دړکه ورکړې چې که چرې په يوه مياشت کښې دننه دننه متعلقه ادارو ته نوې سرکارى ودانۍ ونه سپارلے شوې نو دذمه وارو خلکو خلاف به سخته قانونى کاروائى کولے شى ځکه چې داولس دخير ښيګړې په منصوبو کښې به هيڅ قسمه ځنډ برداشت نۀ کړے شى