وزير خارجه شاه محمود قريشى حنيف اتمر او صلاح الدين ربانى سره ملاقاتونه کړى

وزيرخارجه شاه محمود قريشى سره دافغانستان وزيرخارجه حنيف اتمر او جماعت اسلامى افغانستان مشر صلاح الدين ربانى سره بيل بيل ملاقاتونه کړې ، شاه محمود قريشي دواړه افغان مشرانو ته دپاکستان دورے دعوت ورکړې کوم چې هغو قبول کړې او ډير زر به اسلام اباد ته راځي

دفترخارجه لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي چې په ترکي کښې د انطاليه ډپلوميسي فورم په موقع وزيرخارجه شاه محمود قريشي سره دافغان وزير خارجه حنيف اتمر ملاقات کړې چې پکښې دوه اړه خيزه تعلقات، افغان امن عمل او باهمې دلچسپې امورو باندې تبادله خيال شوې، شاه محمود قريشي خپل يو ټويټ کښې وئيلي چې افغان هم منصب سره ډير ګټور ملاقات شوې ، دوه اړه خيزه تعلقاتو کښې پرمختګ او امن عمل کاميابي لپاره نزدې همکاري او د اعتماد ماحول ډير ضروري دې، شاه محمود قريشي زياته کړه چې پائيدار امن لپاره مذاکراتو په زريعه دافغان مسئلې سياسي حل ډير ضروري ده، امن سره به په خطې کښې استحکام او ترقي راشي، حنيف اتمر دشاه محمودقريشي لخوا دپاکستان دورے قبول کړې او ډير زر به اسلام اباد ته راځي بلخوا دجماعت اسلامي افغانستان مشر صلاح الدين رباني په يوټويټ کښې وئيلي چې هغو وزيرخارجه شاه محمود قريشي سره ملاقات کړې چې پکښې دوه اړه خيزه تعلقات او امن عمل باندې خبرې اترې شوي دي، ربابي پاکستان ته د دورے دعوت او افغان طالبعلمانو ته سکالرشيپ ورکولو باندې دوزيرخارجه شکريه ادا کړې