وزير خارجه شاه محمود قريشي دوشنبے کښې د خارجه وزيرانو کونسل اجلاس ته خطاب

وزير خارجه شاه محمود قريشي دوشنبے کښې د خارجه وزيرانو کونسل اجلاس ته خطاب ، وائي چې ايس سي او ته نړيوالو چارو کښې ځانګړې اهميت ترلاسه دے، شنګهائي همکاريو سازمان کورونا وبا دوران د يو کليدي تنظيم په هيڅ کردار ادا کړيدے، قريشي ووئيل چې ترهګري د خطي امن لپاره يوه مستقل مسله ده، ايس سي او ترهګرۍ، منشيات مخنيوي او نور کثير الملکي جرمونو مخنيوي کښې اهم کردار ادا کړېدے

شاه محمود قريشي خطاب کښې ووئيل چې ايس سي او شل کلنه سالګره باندې د تنظيم ټولو ممبرانو ته امبارکي ورکوي او ټول د اطمينان ساتلي شي چې دا تنظيم اوس په نړيواله سطح اهميت ترلاسه کړېدے، شنګهائي تعاون تنظيم يوريشين هر تيريدونکي وخت سره نور مضبوط شويدے قريشي مخکښې ووئيل چې د کورونا عالمي وبا په وخت د ايس سي او ډير اهم کردار ادا کړېدے، ايس سي او ممبر ملکونو نه يواځے په خپل ملکونو کښې کورونا لپاه مثبت اقدامات کړے وو بلکه د نورو ملکونو ئي هم کلک ملاتړ کړے وو او په دے حقله پاکستان د چين او روس کردار په خصوصي ستائنه کوي، قريشي زياته کړه چې د کورونا اثرات لا نه دې ختم بايد د شنګهائي همکاريو سازمان د بيا روغۍ عمل کښې خپل کردار اولوبوي، ترهګرې د خطي لپاره يو مستقل مسله جوړه شويده، پاکستان ترهګرۍ مخنيوي کښې خپل کردار ادا کوي بايد د ايس سي او ممبر ملکونو دے لړ کښې همکارۍ نوري هم سيوا کړي