وزير خارجه شاه محمود قريشي وائي چې په خطه کښې د امن راوستو په لړ کښې د پاکستان او امريکے سوچ يو دے

وزير خارجه شاه محمود قريشي وائي چې په خطه کښې د امن راوستو په لړ کښې د پاکستان او امريکے سوچ يو دے،پاکستان ګنړي چې په خطه کښې د اقتصادي ترقۍ لپاره په افغانستان کښې امن ډېر ضروري دے ،قريشي وائي چې په منطقه کښې د امن باوري کولو لپاره د پاکستان او امريکے د يو بل سره همکاري ډيره ضروري ده

دا خبرې وزير خارجه شاه محمود قريشي د امريکے د ايوان نمائندګان د خارجه چارو کميټۍ د چيئرمين سره د ويډيو لنک د لارې کړيدي په دے موقع د وزير خارجه شاه محمود قريشي وينا وه چې پاکستان د افغانستان په ګډون په خطه کښې امن غواړي،مونږ ګنړو چې د منطقے د اقتصادي ترقۍ لپاره په افغانستان کښي امن ډېر ضروري دے او په دے هم پوهه يو چې په خطه کښې د امن باوري کولو لپاره د پاکستان او امريکے د يو بل سره همکاري ډيره ضروري ده شاه محمود قريشي وئيلي چې په نيويارک کښې د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ د هنګامي اجلاس دوران زما او د امريکے د پارليمان غړو تر مينځه رابطے ډيري ګټوري وے او دا چې د هغوي په وړاندې ما په علاقائي او عالمي چارو د پاکستان موقف په ډاګه کړے دے قريشي مخکښې وئيلي چې پاکستان په دنيا کښې د اسلاموفوبيا مخ په زياتيدونکې پيښو باندې تشويش لري او دا چې پاکستان د متحده قامونو په ګډون په مختلفو عالمي فورمونو باندې د اسلامو فوبيا په رجحان باندې مسلسل اواز پورته کړے او مونږ ګنړو چې د اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره د ګډو کوششونو ضرورت دے د ويډيو لنک رابطے پر مهال د امريکے د ايوان نمائندګان د خارجه کميټۍ د چيئرمين وينا وه چې پاکستان د خطے ډير اهم ملک دے،او دا چې د خطے امن بحالۍ لړکښې د پاکستان کوششونو ته هم درناوے لرو،په دے موقع چيئرمين ګريګوري په کنيډا کښې د پاکستاني خاندان په وژنه باندې وزير خارجه شاه محمود قريشي ته تعزيت هم اوکړو