وزير داخله رانا ثنا الله وائي چې د پي ټي آئي لانګ مارچ لپاره مو مکمل تياري کړې

وزير داخله رانا ثنا الله وائي چې د پي ټي آئي لانګ مارچ لپاره مو مکمل تياري کړې ، د آنسو ګيس شيل او ربړ ګوليانې به مظاهرچيانو باندې جديد طريقې سره استعمالولے شي ، ډرون شيلنګ په استعمال هم غور کولے شي
وفاقي وزير داخله رانا ثنا الله پارليمنټ کښې ميډيا سره خبرې کړي ، وائي چې د عمران خان پشان کس سره خبرې ممکن نه دي ، عمران خان دې لانګ مارچ لپاره تياري اوکړي ، مونږ هم مکمل تيارۍ کړې وزير داخله وينا وه چې د لانګ مارچ مخ نيوي لپاره مو صوبو نه پوليس راغوښتي دي، که صوبو پوليس نفرۍ ليږلو نه انکار اوکړو نو په ضد به ئې سخته کاروائي کولے شي يو سوال په جواب کښې رانا ثنا الله ووئيل چې ريډ زون مو احتياط لپاره سيل کړے ،