وزير داخله شيخ رشيد احمد وئيلى چې سعودى عرب کښې قيد يولس سوه پاکستانيان به ډير زر وطن ته واپس راشى

وزير داخله شيخ رشيد احمد وئيلى چې سعودى عرب کښې قيد يولس سوه پاکستانيان به ډير زر وطن ته واپس راشى ، پاتې قيديانو باندې تقريباً يو ارب روپۍ جرمانه ادا کول دى، شيخ رشيد وائى  چې سنګين جرمونو کښې ککړ کسانو سره سعودي حکومت  خپل قانون د لارې  کاروائى کوى په هغې کښې  مونږ څه  هم نشو کولې

وفاقى وزير داخله شيخ رشيد د وزيراعظم عمران خان سعودى عرب دوره ډيره کاميابه ګرځولې ، شيخ رشيد وائى  چې سعودي عرب  کښې  قيد پاکستانيانو په حواله هم معاهده شوې ،د معاهدې نه پس سعودي حکومت يولس سوه قيديان به په فورى توګه پريږدى  او د سنګين جرمونو کښې ککړ کسانو نه  علاوه نور پاکستانى قيديانو باندې يو ارب روپۍ جرمانه جمع کول غواړى نو هغې لپاره هم وزيراعظم عمران خان کوشش کوى