وزير داخله شيخ رشيد وئيلى چې د داسو بس حادثے ډير په اعلى سطح باندي تحقيقات روان دي

وزير داخله شيخ رشيد وئيلى چې د داسو بس حادثے ډير په اعلى سطح باندي تحقيقات روان دي،د چين پينځلس کسيزه تحقيقاتي ټيم هم د پيښې د ځائے دوره کړي،وائي چې داسو بس حادثه په داسي وخت کښې مخې ته راغلي کله چې د جے سي سي ميټنګ شيډول وو،دا ئې هم وئيلي چې په لاکهونو نه بلکه يو څو سوه جعلي پاسپورټونه جاري کړے شوي او جاري کونکي کسان نيولے شوي هم دي

داخبرې وزير داخله اسلام اباد کښې د يوے خبري غونډي په مهال کړيدي،وينا ئې وه چې چين زمونږه تر نورو ټولو ډېر نزدے او ملګرے هيواد دے،وزيراعظم وزير خارجه ته په ورځ دوه کښې چين ته د تلو هدايات هم ورکړي،وائي چې ما پخپله خپل وزارت ته هدايات جاري کړي چي د چيني وګړو سيکورټي نوره هم يقيني کړے شي شيخ رشيد وئيلي چې د چين پينځلس کسيزه تحقيقاتي ټيم هم تيره ورځ راغلے وو او داسو کښې د پيښې ځائے ته هم ورغلے،وائي چې د واقعے تحقيقات په اخري مرحلو کښې دي ،د پاکستان اعلي تريني تحقيقاتي ادارے ئې پلټنې کوي،او چې څۀ هم اړوند معلومات مونږ ته ميلاويږې نو مونږ ئې د چينيانو سره شريکوؤ وزير داخله شيخ رشيد زياته کړي چې په داسو واقعه کښې د ورانکارو لاس کيدے شي ،ولې چې دا واقعه په داسې وخت کښې رامخې ته شوي کله چې د چين او پاکستان چارواکو ترمينځه د جے سي سي ميټينګ شيډول وو د يوسوال په جواب کښې وزير داخله وئيلي چې په لاکهونو نه بلکه يو څو سوه جعلي پاسپورټونه جاري کړے شوي ،او جعلي پاسپورټونه او شناختي کارډونه جاري کونکي اتۀ کسان نيولي شوي،او نوولسو ته شوکاز نوټسي جاري کړے شوي دي