وزير دفاع پرويزخټک رور لياقت خټک به ډير زر جمعيت علماے اسلام کښې دشموليت اعلان اوکړى

تحريک انصاف ته خيبرپختونخوا کښي غته دهچکه رسيدو امکان،سرچينې وائي چي د وزير دفاع پرويز خټک رور به ډير زر جمعيت علمائے اسلام کښي د شموليت اعلان اوکړي،تيره شپه ميډيا سره خبرو کښي لياقت خټک چيلنج ورکړيدې،وئيلي دي چي ما د صوبائي اسمبلۍ سيټ پريښودو فيصله کړې ده،ګورو به چي دغه سيټ پې ټي آئي څنګه ګټي

د وزير دفاع پرويز خټک رور لياقت خټک تحريک انصاف پريښودو فيصله کړې ده،لياقت خټک تيره شپه ميډيا سره خبرو کښې وئيلي دي چي زه به ډير زر تحريک انصاف پريږدم،عمران خان نه مې ملاقات لپاره وخت غوښتې دې،که وخت راته ميلاو شو نو خپله استعفا به هغه ته وړاندې کوم لياقت خټک وائي چي پارټي پريښودو سره مې د صوبائي اسمبلۍ سيټ نه هم د استعفا ورکولو فيصله کړې ده،دوباره به اليکشن کوم،تحريک انصاف له چيلنج ورکوم چي ما نه دي اليکشن اوګټي لياقت خټک خپل رور پرويزخټک له هم چيلنج ورکړې دې،وئيلي دي چي پرويز خټک دې هم د قومي اسمبلۍ د سيټ نه استعفا ورکړې چي معلومه شي دغه سيټ څوک ګټي سرچيني وائي چي لياقت خټک به ډير زر،جے يو آئي کښي د شموليت اعلان کوي،سرچيني وائي چي مولانا فضل الرحمان سره هغه ملاقات کړې دې اودغه ملاقات کښي ټول معاملاتو ته حتمي شکل ورکړې شوې دې