وزير مملکت ريونيو حماد اظهر د مالى کال دوه زره نورلسم او شلم لپاره بجټ وړاندې کړېدې

وزير مملکت ريونيو حماد اظهر د مالى کال دوه زره نورلسم او شلم لپاره بجټ وړاندې کړېدې ، د بجټ ټوټل حجم اويا کهرب، دويشت اربه روپې دې، ايف بى آر ته د ټيکس وصولې هدف پنځه پنځوست کهرب ، پنځه پنځوست ارب روپې ورکړے شويدې، ، د قامى ترقياتى پروګرام لپاره اتلس سوه اربه روپې او دفاعى بجټ يوولس سوه پنځوس اربه روپې برقرار ساتلې شويدې
د قبائلى اضلاع د پرمختګ لپاره به وفاقى حکومت يو سل دوه پنځوس اربه روپې ورکوى ، چې پکښې به د قبائلى اضلاع لس کلن پروګرام لاندې اته څلويښت اربه روپې جارى کولې شى، سنګ مرمر باندې اولس فيصد ټيکس او د فرنيچر برآمد باندې ډيوټى د سل فيصد نه درې فيصد پورې کمه کړے شويده، مهمند ډيم لپاره پنځلس ارب او ديامر بهاشا ډيم لپاره شل ارب روپې مختص کړے شويدې
حکومت د وفاقي وزيرانو،مشيرانواو معاون خصوصي په تنخواګانو کښې د لس فيصده کمي کولو فيصله کړې،وزيرمملکت حماد اظهرترمخه ګريډ يو نه ګريډ شپاړس پورې د سرکاري ملازمينو په تنخواګانو کښې لس فيصده اضافې فېصله شوې،ګريډ اوولس نه ګريډ شل پورې د سرکاري ملازمينو په تنخواګانو کښې د پينځه فيصده اضافې فيصله شوې،ګريډ يوويشت او ګريډ دوه ويشت په تنخواګانو او مراعاتو کښې اضافه نه ده شوې، حکومت د ريټائرډ ملازمينو په پنشن کښې د لس فيصده اضافې هم اعلان کړيدے