وزیراعظم د پولیس لائن د شهداء د پاره امدادی پیکج اعلان کړی

وفاقي کابينے د عدالتي اصلاحاتو حوالے سره د ترميمي بل منظوري ورکړې

پیښور کښی د وزیراعظم شهباز شریف په مشرئی کښی د ایپکس کمیټی اهم غونډه ترسره شوی،په غونډه کښی نګران وزیراعلی،ګورنر،أئی جی پی،چیف سیکرټری او کور کمانډر سره سره نور اعلی سرکاری چارواکو ګډون کړی وو
پیښور کښی د وزیراعظم شهبازشریف په مشرئی کښی د ایپکس کمیټی اهم غونډه ترسره شوی،غونډی ته د وینا پرمهال وزیراعظم شهباز شریف وئیلی دی چی د آرمی پبلک سکول د واقعی نه پس د پیښور د پولیس لائن چاودنه دوئمه لویه دردناکه پیښه ده چی پکښی د پنځه اتیا نه سیوا د پولیس ځوانان شهیدان کړی شوی،دوئی وئیلی دی چی خیبرپختونخوا ته د وفاق له طرفه څلور اربه اولس کروړه روپی ورکړی شوی وی هغه پیسی چرته لاړی؟چا اوخواړی؟وزیراعظم شهبازشریف د پولیس لائن د شهداء د پاره شل لکه او د ژوبل شوو کسانو د پاره پنځه لکه روپی د امدادی پیکج اعلان هم کړی