وزیر قبیلو مشرانو حکومت ته د علاقايي ذمه واري نه د لاس پورته کولو دهړکه ورکړېده

0
28

 د اېف ار بنو احمدزي او اتمانزي وزیر قبیلو مشرانو حکومت ته د علاقايي ذمه واري نه د لاس پورته کولو دهړکه ورکړېده او  د تر هغې پورې يې کچهروته د تلو نه بائیکاټ کړي ، څو پورې چې جکومت د کم تعداد او غېر فعالیت په نوم د سکولو او هسپتالونو د بندولو پرکړه واپس نه وي اخیستې.  او کوم مشران چې دادې پرېکړې نه سر غړونه وکړي هغه به پینځه لکونو روپۍ به جرمانه کولې شي ، دا پرېکړه نن په بنو ټاون شپ کښې د یوې درنې جرګې په مهال شوېده ،

په دې جرګه کښې د کلک تړون او پرېکړه شوېده  ، چې د دغو دواړو قبیلو مشران به  نه  کچهرو ته درومي او نه به د کمشنر ، ډپټي کمشنر او اسیسټنټ پوليټيکل ایجنټ په ګډون د يو لوړ پوړي چارواکي سره هم ملاقاتونه کوي ، څو پورې چې د فاټا سیکرټیریټ له خوا د غېر فعالیت او کم تعداد په نوم د هسپتالونو او سکولونو د بندولو فیصله واپس نه وي اخیستې شوې .
په دې موقعه د جرګې صدر او د اتمانزي قبیلې مشر ملک مویز خان او وائيل ، حکومت یو لوري ته د تعلیم د عام کولو دعوې کوي ، ولې بل لوري ته د دوي نه سکولو نه د غېر فعالیت او کم تعداد په نوم بندولې شي او سټوډنټان يې د تعلیم نه محرومولې شي ، چې دوي کله هم د فاټا سیکرټریټ لا خو د دادې ظلم او جبر فیصلې زغملواو منلو ته تیار نه دي .
دوي دا هم او وائيل چې د احتجاج په دویمه مرحله کښې به اتمانزي او احمدزي وزیر قبیلې  د مطالبې د نه منلو په صورت کښې د علاقايي ذ مه وارۍ نه هم لاسونه اخلي