وفاقى حکومت ګلګت بلتستان ته عبورى صوبې درجه ورکولو لپاره بل تيار کړيدې، دا بل شپږويشتم آئيني ترميمي بل دوه زره يوويشتم په نوم دې او دې نه به آئين کښې ګلګت بلتستان په حواله ترميم کيدې شي
وفاقي حکومت لخواګلګت بلتستان ته عبوري صوبې درجه ورکولو لپاره بل تيار کړي شويدې،دابل شپږويشتم آئيني ترميمي بل دوه زره يوويشتم په نوم دې، مجوزه ترميمي بل ترمخه سپريم ايپليټ کورټ ګلګت بلتستان به ختم کړي شي او چيف کورټ ګلګت بلتستان به هائي کورټ ګلګت بلتستان په نوم کار جاري ساتي، ګلګت بلتستان اليکشن کميشن به هم ختم کړې شي او يو رکن به ئي د پاکستان اليکشن کميشن ممبر جوړ کړې شي آئين کښې شپږ ويشتم ترميم ترمخه د ګلګت بلتستان اسمبلۍ ممبرانو تعدادبه درې ديرش برقراره وي، چه کښې چې څلور ويشت جنرل، شپږ زنانو او درې ټيکنوکريټس نشستونه دي، بل کښې ګلګت بلتستان ته قامي اسمبلۍ کښې څلور نشستونه ورکولو تجويز هم دې کوم کښې چې درې جنرل او يو زنانو لپاره نشست دې