وفاقى وزيرقانون فروغ نسيم وئيلى چې د قامى احتساب بيورو چيئرمين مدت ملازمت کښې توسيع معامله به راتلونکې هفته پورې واضحه شى

وفاقى وزيرقانون فروغ نسيم وئيلى چې د قامى احتساب بيورو چيئرمين مدت ملازمت کښې توسيع معامله به راتلونکې هفته پورې واضحه شى، وائي چې وزيراعظم عمران خان به چيئرمين نيب لپاره مختلف نومونو باندې غور کوي

دچيئرمين نيب مدت ملازمت کښې توسيع معاملے په اړه خپل ردعمل کښې وفاقي وزير فروغ نسيم وئيلي چې دنوي چيئرمين نيب تعيناتې لپاره وزيراعظم به په يونوم نه بلکه مختلف نومونو باندې غورکوي، وائي چې دچيئرمين نيب مدت ملازمت کښې توسيع لپاره دارډيننس مسوده له تياره نه ده،دچيئرمين بيب ملازمت مدت کښې توسيع ممامله وزيراعظم عمران خان سره په غونډو کښې څلور پنځه ځل زير بحث راغلې، وفاقي وزير اووئيل چې چيئرمين نيب لپاره نوم ټاکل دوزيراعظم صوابديد دې، وائي چې دغه ټولے معاملے باندي وزيراعظم ته زه صرف مشوره ورکولې شم، وزيراعظم چې دکوم اميدوار مناسب ګنړي دهغه انتخاب به کولې شي، زرائع ترمخه وفاقي وزيرفروغ نسيم به وزيراعظم عمران خان سره راتلونکې هفته کښې ملاقات کوي او دنوي چئيرمين نيب تعيناتې په اړه مشاورت کوې، زرائع وائي چې دچيئرمين نيب تعيناتې کښې داپوزيشن ليډرسره لازمي مشاورت شرط ختمولو په اړه ارډيننس جاري کولو متعلق به مشاورت هم کولې شي، وفاقي وزرا وائي چې اپوزيشن ليډرشهبازشريف سره دچيئرمين نيب تعيناتې په اړه مشاورت به نه کيږي ځکه چې هغه باندې دنيب کيسونو دي