وفاقى وزير اسد عمر په مشرې کښې د نيشنل کمانډاينډ اپريشن غونډه شوې

وفاقي وزير اسد عمر په مشرې کښې دنيشنل کمانډ اينډ اپريشن سنټر اجلاس شوې چې پکښې کورونا وائرس نه زيات متاثره بنو او لاهور پشمول شپږ ضلعو کښې داضافې پابنديانو دوه ويشتم ستمبر نه ختمولو فيصله شوې،

اجلاس کښې په ملک کښې دکورونا وائرس صورتحال او دکورونا وبا مخنيوې لپاره حکمت عملې باندې غور شوې، اين سي او سي کورونا کيسونو کښې کمې لوجې کورونا وائرس نه زيات متاثره شپږ ضلعو کښې اضافې پابنديانې ختمولو فيصله کړې، دغه ضلعو کښي بنو، لاهور، فيصل اباد، ملتان، سرګودها او ګجرات شامل دي، دغه ضلعو کښې بازارونه دشپې اته بجو په ځاے لس بجو پورې کهولاو ساتلو اجازت ورکړې شوې،تفريحي مقامات او پارکونه به پنځوس فيصده ګنجائش سره کهولاولو اجازته وي، دمزارات کهولاولو اجازت په اړفيصله به مقامي او صوبائي حکومتونه کوي، ان ډور او اوټ ډور تقريباتو کښې شرکت لپاره ويکسين لګول لازمي ګرځولې شوېل، اوټ ډور تقريباتو کښې څلورسوا او ان ډور تقريباتو کښې دوه سوه کسانوته د شرکت اجازت ورکړې شوې، اين سي او سي په ملک کښې عمومي پابنديانې ديرشيم ستمبر پورې جاري ساتلو فيصله هم کړې، اين سي او سي به په اته ويشتم ستمبر عمومي پابنديانو باندې نظرثاني کوي