وفاقى وزير خارجه شاه محمود قريشى برسلز ته تلې

وفاقي خارجه وزير شاه محمود قريشي د بلجيئم نائب وزير اعظم او خارجه وزير صوفي وليمز په بلنه برسلز ته تلې دې، وزير خارجه به خپل دورے پرمهال د پاکستان اي يو اسټريټجک ډائيلاګ مشترکه صدارت کوي، هغه به نيټو جنرل سيکرټري، يورپي ممبران پارليمنټ او پاکستاني کميونټي سره هم ملاقاتونه کوي،

برسلز کښې خپل دورے پرمهال خارجه وزير شاه محمود قريشي به د يورپي يونين خارجه چارو مشر او نائب صدر جوزف بوريل سره په شريکه د شپږم پاکستان اي يو اسټريټجک ډائيلاګ مشرۍ به کوي،جون کال دوه زره نورلسم کښې پاکستان او يورپي يونين ترمينځ اسټراټيجک انګيجمنګ پلان لاسليک شوي وو، دې لاسليک نه روسته دا وړومبې ون ټو ون اجلاس به وي، وزير خارجه شاه محمود قريشي به نيټو هيډ کواټرز کښې نيټو جنرل سيکرټري جينز اسټولټن برګ سره هم ملاقات کوي، خارجه وزير بلجيئم پارليمنټ سره تعلق لرونکي يورپي ممبران پارليمنټ سره هم ليده کاته به کوي، دغه رنګ وزير خارجه به بلجيئم او لکسمبرګ کښې اوسيدونکي پاکستاني کميونټي سره هم ملاقات او ورته وينا به کوي، خپل دورے په اړه وزير خارجه شاه محمود قريشي وئيلي چې بيلجيئم يورپي يونين کښې د پاکستان ترټولو لوئې شراکت دار دې، بلجيئم سره دوه اړ خيزه تجارتي حجم لس اعشاريه اته اته درې بلين امريکي ډالر دې،