وفاقي بجټ کښې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان د قبائيلي ضلعو ترقۍ ته خصوصي پاملرنه شوې

اطلاعاتو او نشرياتو خصوصي معاونې فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې وفاقي بجټ کښې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان د قبائيلي ضلعو ترقۍ ته خصوصي پاملرنه شوې ولې داسي ښکاري چې اپوزيشن د دې صوبو ترقۍ کښې مخلص نه دي،دا ئې هم وئيلي دي چې د ملک معيشت تباه کونکي اوس عوام نور هم ځپل غواړي
په ټوئټر ورکړي شوي بيان کښې فردوس عاشق اعوان يو وارې بيا په اپوزيشن ګوندونو سختې نيوکي کړې او وئيلي ئي دي چې اپوزيشن غړو نه خو بجټ اوريدلي او نه ئې د دې دستاويزات کتلي دي نو په کوم بنياد دوي دا بجټ عوام دښمنه ګني
د هغې وينا وه چې د تير وختونو په مقابله کښې وفاقي حکومت بجټ کښې د سند لپاره دوه سوه ارب روپۍ سيوا مختص کړېدي کوم چې د حکومت لخوا د وفاق پاکستان اکائيو ته اهميت ورکولو ښکاره ثبوت دے
فردوس عاشق اعوان زياته کړه چې کومې سياسي پارټۍ انتخاباتو کښې شکست خوړونکي د مولانا صاحب خدمات ترلاسه کوي نو د دې نه اندازه لګي چې عوام دې پارټو سره نه دي