وفاقي تحقيقاتي ايجنسی ایف آئی اے د پي ټي ائي ممنوعه فنډنګ تحقيقاتو شورو کړي

وفاقي تحقيقاتي ايجنسی ایف آئی اے د پي ټي ائي ممنوعه فنډنګ تحقيقاتو شورو کړي ،حکومت لخوا باقاعده توګه نوټيفيکيشن کښې پنځو کسانو ټيم جوړ کړي شوي چی په ټول ملک کښې به د تحريک انصاف اثاتو انکوائری کوئ ، اسد قيصر ته د حاضري سمن جاري شوي، په مختلفو ښارونو کښې زونل ګميټيانی هم جوړی کړی شوی
د تحقيقاتي ايجنسی ایف آئی اے پنځی رکنی ټيم په ټول ملک کښ تحريک انصاف خلاف انکوائری شروع کړي ذرائغ تر مخه ابتدايي تحقيقاتو کښې اليکشن کميشن رپورټ مطابق نامزد څلور ملازمين طلب کړي چی پکښی دری ملازمينو محمد رفيق،طاهر اقبال او محمد ارشد خپل ابتدایی بيانات قلمبند کړی چی پکښی مهم معلومات ترلاسه شوي ،بلخوا په ټول ملک کښې زونل ګميټيانی هم جوړی کړی شوی چی پکښی اسلام اباد ،فيصل اباد ،پشاور،لاهور ،کراچی،او کويټه شامل دی زونل ګميټيانی به انکوائری ټيم سره کورډنيشن کوی انکوائری پولیټکل پارټيز ايکټ دوه زره دوه په تحت کولی شي ،نوټيفيکيشن مطابق مانيټرنګ ټيم سربراه ډائريکټر اطهر وحيد او ممبرانو کښې خالد انيس،خواجه حماد ،چوهډری اعجاز او اعجاز احمد شيخ شامل دي