وفاقي حکومت به نن دوئم مني بجټ پارليمنټ ته وړاندي کوې

0
11
وفاقي حکومت به نن دوئم مني بجټ پارليمنټ ته وړاندي کوې

وفاقي حکومت به نن دوئم مني بجټ پارليمنټ ته وړاندي کوې، چې په کښې سګريټ او ګاډو بشمول څو درآمدې سيزونو د ګرانې امکان دي، وزيراعظم مني بجټ لپاره نن د پارليماني پارټي غونډه رابللې ده، چې په کښې به خزانے وزير بريفنګ ورکوې
وفاقي حکومت لطرفه نن دوئم مني بجټ به پارليمنټ کښې پيش کولي شي، چې په کښې سګريټ او ګاډو بشمول نور سيزونه د ګرانه ولو امکان دي، تنخوا دارو لپاره قابل ټيکس آمدني حد شپږ نه اتا لکه روپے، جي ايس ټي شرح اوويه نه اوويه نيم فيصد کولو امکان دے، نان فائلر به زيات ټيکس ورکولو سره ګاډي او جائيداد اخيستلې شې
وزيراعظم عمران خان مني بجټ لپاره نن د پارليماني پارټي غونډه رابللې ده، چې په کښې به د خزانے وزير بريفنګ ورکوې ، تحريک انصاف اراکينو ته غونډي کښې ګډون يقينې جوړولو لپاره هدايت جارې کړي شويدي