وفاقي حکومت خيبرپښتونخوا ته ميلاوشوي د څلور سوه څوارلس اربه روپو د تحقيقاتو کولو فيصله کړي،ذرائع وائي چې وزيراعظم په دے برخه کښې باقاعده وزارت خزانه ته هدايات جاري کړي،ذرائع دا هم وائي چې د پوليس لائنز چاودني په وړاندې د وزيراعظم په مشرۍ کښې د قومي سلامتيا کميټۍ يوبل اجلاس هم رابللے شوے کوم چې به يو وارې بيا په پيښور کښې کيږي،ذرائع وائي چې وزيراعظم به په دے اجلاس کښې هم د څلور سوه اربه روپو حساب کتاب غواړي
ذرائع وائي چې وفاقي حکومت فيصله کړي چې صوبۀ خيبر پښتونخوا ته د لسو کالو په موده کښې د سابقه فاټا لپاره ميلاؤشوي د څلورسوه څوارلس اربه روپو تحقيقات اوکړے شي،يعنې د څلور سوه اربه روپو فنانشل او پرفارمنس آډت اوکړے شي،ذرائع وائي چې وزيراعظم په دے برخه کښې وزارت خزانه ته باقاعده د تحقيقاتو هدايات جاري کړي زرائع دا هم وائي چې د پيښور پوليس لائنز دهماکے په وړاندې د وزيراعظم په مشرۍ کښې د قومي سلامتيا کميټۍ يوه بله غونډه رابللے شوي چې هغه به هم په پيښور کښې منعقد کيږي ذرائع وائي چې په دے اجلاس کښې به د ترهه ګرۍ په وړاندې ځينې اهمې فيصلے کېږي او دا چې امکان دے داجلاس دوران عسکري چارواکي د ترهه ګرۍ د نوي لهر لوجې ملک کښې روان د سياسي اختلافاتو د ختمولو مطالبه هم اوکړي