وفاقي حکومت د آئي ايم ايف جوړ کړے بجټ پيش کړيدے کوم چي د افسوس خبره ده

د پاکستان پيپلز پارټي صوبائي صدر همايون خان وئيلي دي چي وفاقي حکومت د آئي ايم ايف جوړ کړے بجټ پيش کړيدے کوم چي د افسوس خبره ده ،وائي چې پيپلز پارټي به په هر تحصيل کښې د عوام دښمن بجټ خلاف احتجاج کوي
د پاکستان پيپلز پارټي صوبائي صدر همايون خان وينا وه چې بجټ کښې په عوامو ډير زيات ټيکسونه لګولي شويدي او بدقسمتي سره سليکټډ حکومت د غريب عوامو د مشکلاتو نه لاعلمه دے
همايون خان دا هم اوئيل چي پيپلز پارټي به په هر تحصيل کښې د عوام دښمن بجټ خلاف احتجاج کوي
همانيون خان مخکښې اووئيل چې پي ټي آئي حکومت د فاټا اليکشن دپاره د اوس نه دهاندلي منصوبه بندي کوي،او د فاټا خلقو ته مختلف قسمه لالچ ورکولي کيږي،هغه په فاټا کښې د دفعه يو سل څلور څلويښت لګولو په سختو ټکو کښې غندنه کړي
هغه دا هم اوئيل چي جولائي کښې د بلاول بهټو دورے او جلسے دپاره انتظاميي ته درخواست ورکړے شوې خو تراوسه پوري د انتظاميي لخوا څه جواب نه دے ميلاو شوے