وفاقي حکومت د خيبرپختونخواانضمام شده علاقو کښې بغير څه د تعطل تعميرو ترقي لپاره پر عزم دے،وزير اعظم عمران خان

وزيراعظم عمران خان وئيلي چي د کرونا لوجي ملک کښي مزدور طبقه ډيره متاثره شويده

وزير اعظم عمران خان وئيلي دي چي وفاقي حکومت د خيبرپختونخوا انضمام شده علاقو کښې بغير څه د تعطل تعمير و ترقي لپاره پر عزم دے، د دغه سيمو ترقۍ لپاره به تمام وسائل پکار راوستلے شي ، عمران خان مطابق تير حکومتونو د وسائلو غټه برخه په سياسي بنيادونو خرچ کړے ، د کوم سره چي پسمانده علاقو کښې احساسي محرومي پيدا شويده.وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کښې د خيبر پختونخوا انضمام شده علاقو او د پنجاب ترقياتي ضرورتونو حوالي سره اعلي سطحي غونډه شويده ،غونډي دوران وزير اعظم عمران خان اووئيل چي وفاقي حکومت د خيبرپختونخوا انضمام شده علاقو کښې بغير څه د تعطل تعمير و ترقي لپاره پر عزم دے،عمران خان اجلاس کښې صوبائي مالياتي ايوارډ ضرورت باندي هم زور ورکړے، وئيلي دي چي د صوبو محاصل او آمدن ضلعي سطح باندي شفاف او منصفانه تقسيم د صوبو ترقي لپاره ضروري دے،عمران خان په صوبائي حکومتونو زور راوړے چي محصولات حوالے سره دي ضلعي او مقامي حکومتونو بااختيار جوړولو باندي خاص توجه ورکړے شي.عمران خان مطابق تير حکومتونو د وسائلو غټه برخه په سياسي بنيادونو خرچ کړے ، د کوم سره چي پسمانده علاقو کښې احساسي محرومي پيدا شويده