وفاقي حکومت د نوي ټريډ پاليسۍ اعلان کړېدے

0
21

وفاقي حکومت نهه مياشتي ورستو د نوي ټريډ پاليسۍ اعلان کړېدے، د تجارت وزير خرم دستګير وائي چې راتلونکي دري کالو دوران به برآمدات سيوا کولې او نوي منډۍ به لټولې شي 

د دري کالو لپاره د تجارتي پاليسۍ اعلان د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير اسلام آباد کښې خبري غونډي په مهال اوکړو 
د هغه وينا وه چې د تجارتي پاليسۍ څلور نکتي دي چې پکښې د ټولو نه مهمه په برآمداتو کښې اضافه کول دي او زياته ئي کړه چې د کال دوه زره اتلسم پوري به د برآمداتو حجم څلويښت فيصده سيوا کولې شي 
وفاقي وزير مخکښې اوئيل چې په موجوده وخت کښې د ملک د برآمداتو سالانه حجم څليريشت اربه ډالر دي کوم چې به د کال دوه زره اتلسم پوري څلور ديرش اربه ډالرو ته رسولې شي 
په دغه موقع د تجارت وزير په نوي سرمايه کارۍ شل فيصده او د نوي طرز په مشينرۍ مارک اپ سپورټ ورکولو اعلان هم اوکړو او دريځ ئي خپل کړو چې پاکستاني مصنوعات به درسته نړۍ کښې معارفي کولو لپاره يوسل پينځويشت قسمه نمائشونه هم کولې شي