وفاقي حکومت لخوا د پېټرولئيم مصنوعاتو قيمتونه په ځائے ساتلو فېصله، د اوګرا سمري رد

0
56
اوګرا د پيټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې ديارلس روپو پورې اضافې سفارش کړي

وفاقى حکومت د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د ردوبدل نه کولو فيصله کړې ، دې سلسله کښې د قيمتونو سېوا کولو متعلق د اوګرا سمرى مسترد شوې ، اوس به په اګست مياشت کښې پيټروليم مصنوعات په زړو نرخونو خرڅيږى

خزانے وزارت اعلاميه مطابق د ډيزل موجوده قيميت يوسل دولس اعشاريه څلور نوې روپے يو ليټر، خاورو تيل فې ليټر نرخ درې اتيا اعشاريه شپږ روپے او لائټ ډيزل قيمت پنځه اوويه اعشاريه اوو ديرش روپے فې ليټر ولې د پټرول موجوده قيمت پنځه نوې اعشاريه څلريشت روپے في ليټر به برقرار ساتلې شې
خزانے وزارت وائې چې اوګرا د نړيوال مارکيټ کښې پټروليم په نرخونو کښې اضافے لوجې قيمتونو زياتولو سفارش کړے وو خو نرخونه نه دے زيات کړے شوې
اعلاميه کښې وائې چې پټروليم مصنوعاتو نرخونه برقرار ساتلو فيصله عام کس ته ريليف ورکولو لپاره کړے شوے
څرګنده دې وې چې اګست مياشتې کښې د پټروليم مصنوعاتو په قيمتونو کښې زياتولې متعلق خبرونه مخې ته راغلې وو