وفاقي حکومت لخوا مني بجټ دحکمرانانو ناکامي ده: سراج الحق

0
33
سراج الحق د حکومت او آئي ايم ايف معاهده معاشي خودکشي ګرځولي

امير جماعت اسلامي سراج الحق وئيلي دي چي وفاقي حکومت لخوا مني بجټ دحکمرانانو ناکامي ده چي په نتيجه کښې به غريب اولس د مهنګائي يو نوے بوج سره مخ شي
دا خبري هغه صوابي ډاګي کښي مولانا حمدالله جان فاتحه خواني په موقع خبريالانو سره خبرو اترو کښي کړي ،سراج الحق اووئيل چي رياست مدينه دعوي کونکو په دي لړ کښي شپږ مياشتو کښې هيڅ ګام نه دي پورته کړي
هم دي سره تبديلي نعره دا ده چي پټروليم،ګيس، دوايانے او روزمره څيزونو کښي روزانه په بنياد اضافه کيږي
امير جماعت اسلامي پاکستان اووئيل چي ملک کښي راوان احتساب سياسي احتساب دي عوام ملک کښې حقيقي او بلا امتياز د هر کرپټ سړي احتساب غواړي
سراج الحق اووئيل چي مذهبي جماعتونو سره د دوي هيڅ اختلاف نشته مونږ ديني او نظرياتي مسئلو باندي هميشه يو مټهي ولاړ يو
هغه زياته کړه چي ايم ايم اے نه علحيدګي د کارکنانو په خواهش شوي