وفاقي حکومت کلبهوشن ياديو ته ريليف ورکولو لپاره د ارډيننس الزام مسترد کړي

وفاقي حکومت کلبهوشن ياديو ته ريليف ورکولو لپاره د ارډيننس الزام مسترد کړي

وفاقي حکومت دپاکستان پيپلزپارټي لخوا بهارتي جاسوس کلبهوشن ياديو ته د ريليف ورکولو لپاره پټ ارډيننس جاري کولو الزام مسترد کړي دي ، ترجمان وزارت قانون يو وضاحتي بيان کښې دغه الزامات بے بنياده ګرځولي دي
وزارت قانون ترجمان خپل بيان کښې وئيلي دي چې هندوستان کلبهوشن ياديو ته د فوجي عدالت لخوا په کال دوه زره اوولسم کښې د اورولے شوي سزائے موت خلاف په عالمي عدالت انصاف کښې مقدمه دائر کړې وه او عالمي عدالت انصاف جولائۍ دوه زره نورلسم کښې فيصله کړې وه چې پاکستان کلبهوشن ياديو ته داورولے شوي فيصلې او سزائے موت په سزا نظرثاني اوکړي کوم چې دويانه کنوينشن شق شپږ ديرشم لاندې دکلبهشن حق جوړيږي
وزارت قانون ترجمان وئيلي چې د عالمي عدالت انصاف د هداياتو په رنړا کښې دکلبهوشن ياديو په معامله دوباره غور لپاره انټر نيشنل کورټ اف جسټس ريويو اينډ ري کنسيډريشن ارډيننس دوه زره شلم د پاکستان په مرضۍ نافذکړي شوي دې
هغوي زياته کړه چي د ائين ارټيکل نهه اتيا لاندې چې کله د پارليمان اجلاس نه وي نوصدر مملکت ارډيننس جاري کولې شي او دغه ارډيننس هغه وخت جاري کړي شوې وو کله چې دپارليمان اجلاس نه وو، ارډيننس باندې تنقيد دقامي سلاميتيا او عالمي معاهدو په اړه ناپوهي اوپه خلقو کښې د شک اچول کوشش دې ، پخواني حکومتونو هم دغه رنګ ارډيننسز جاري کړي دي